تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
