پکتيا کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش دوستانه سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۱۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
