ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بنګاو مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بنګاو مرکزي لوبډلې د شپږ ویکټو په توپیر یې خپلې سیالې ګوریک مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ځوانانو ته د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ١١ ورځې یې دوام وکړ.
