كندز کې د څلورو ولایتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګل تپه ولسوالۍ کې د کندز، سمنګان، بغلان او جوزجان ولايتونو د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سيالۍ وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې ۵۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
