تخار؛ خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د فوټسال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ارتش بدخشي لوبډلې خپلې سیالې جوانان الماس لوبډلې ته د ۶/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه
