سمنگان؛ مرکز ایبک ښار کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک ښار کې له بېلابېلو ولايتونو د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پایله کې د سمنګان ولايت ورزشکارانو لومړی او د بغلان ولايت ورزشکارانو دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
