پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سيالۍ وشوې
د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې غلام فاروق لومړی او عبدالرحيم دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
