بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې جوانان ارمان لوبډلې خپلې سیالې شاهین لوبډلې ته د ۱۰/ ۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ.
