زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد شیرخان کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
