رسنیز بلنلیک
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په پام کې لري، چې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې په قزاقستان کې د وزلوبې کوکپر نړۍوالو سیالیو، په چین کې د ساحلي پهلواني سیالیو او بلاروس کې د پارولفټنګ سیالیو مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستايي.
په همدې مناسبت د رسنیو له درنو استازو څخه په خورا درنښت هیله کېږي، چې د یادې ستاینغونډې د خبري پوښښ لپاره تشریف راوړي.
وخت او نېټه: چهارشنبه، د غويي ۲۳مه، ۱۴۰۵، د سهار ۹:۳۰ دقیقې.
پته: کابل، ۱۶مه ناحیه د المپیک ملي کمېټې د غونډو تالار.
