د افریقا فوټبال جام سیالیو نندارچیان به تر ۶۰ سلنه زیات نه وي

Anonymous (not verified)
د افریقا فوټبال جام سیالیو نندارچیان به تر ۶۰ سلنه زیات نه وي

نعیم پرهېز

دوشنبه، مرغومی ۲۰، ۱۴۰۰

افریقا هیواد کې راتلونکې اوونۍ د افریقايي ملتونو ترمنځ د فوټبال جام سیالۍ پيلېږي.

د دې سیالیو په اړه ورزشي اژانسونه وايي، چې د دې سیالیو نندارچیان به ۶۰ سلنه وي.

د کامرون هېواد د فوټبال فدراسیون او د افريقا فوټبال کنفډرېشن له یوې هوکړې وروسته پرېکړه وکړه چې د افریقایي ملتونو کپ به د کوربه ټیمونو په استثنا چې اتیا سلنه نندارچیان به ولري نور لوبو ته به د نندارچیانو کچه له ۶۰ سلنو زیاته نه وي.

دغه فدراسیونونو دا پرېکړه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کړې ده.

د دې جام لومړۍ لوبه به د بورکینا فاسو او کوربه هېواد کامرون ترمنځ د راتلونکي اوونۍ د یکشنبې په ورځ وشي.