بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له کابل، زابل، تخار، فاریاب، جوزجان، بغلان او بلخ ولایتونو څخه ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټگوریو کې گډون کړی وو، چې په پایله کې يې ٣٥ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
