بلخ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په په حیرتان ښارگوټي کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۳٥ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
