تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په اق بلاق کلي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۴۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
