ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د حصارک سېلاب او حصارک زلمیان لوبډلو ترمنځ د باران د اورښت له امله بې پایلې شوه او دواړو لوبډلو ته یوه- یوه نمره ورکړل شوه.
