د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
په دغه سيمينار کې روزونکو او لوبڅارانو ته د هرات د واليبال مسوولینو له لوري په اصولي ډول د واليبال په تخصصي مفاهيمو او موضوعاتو خبرې وشوې.
