کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد ينګارق لوبډلې خپلې سیالې اقچه لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د نويو ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
