پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې مټاخان ولسوالۍ لوبډلې د ۷۴ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، يحيی خېل کلب د ۷۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او اتفاق کلب د ۷۰ امتيازونو سره درېيم مقام خپل کړ.
