کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ پيل شوې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د څوکۍ ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې قاهر لوبډلې خپلې سيالې الفت لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
