ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې پر خوږياڼو ولسوالۍ سربيره له جلال آباد ښار، بټي کوټ او مارکو بازار ورزشکارانو هم گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو هڅول او راتلونکو سياليو ته يې لا ښه چمتوالی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
