دایکندي؛ ګيرو ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچولو سيالۍ وشوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچولو سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې علي طوفان لومړی، سیف الله دويم او خادم بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه دودیز لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
