خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز شیخ زاید ورزشي جمنازیوم کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اسماعېل خېلو منتخبې لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې تڼیو الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې، چې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ.
