نورستان؛ نورګرام ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بزرګ خيل لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سیالې ننګراج کاروان لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې ننګراج کاروان لوبډلې د ياد هدف په تعقیب کې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې يوازې د ۸ منډو په توپیر بزرګ خيل لوبډلې ته وبايلله.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول دي، چې ۶ ورځې به دوام وکړي.
