دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د اتحاد جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د معارف قوچنقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې معارف قوچنقي لوبډلې خپلې سیالې ستارګان سياد لوبډلې ته د ۶/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ ورزشي روحیه دودول او د فوټسال لوبو ته وده ورکول و.
