دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د ژمي جام په نوم د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې څلور اوونۍ مخکې پیل شوې وې د استقلال جملوق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې استقلال جملوق لوبډلې خپلې سیالې اتحاد شهرا لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و.
