د پيشګام ټیم د تکواندو د سولې کپ سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.
شنبه ۱۱ د مرغومی ۱۴۰۰
سمیر هیبت
دغه سيالۍ د اسدي ورزشي کلپ په کوربتوب د پنځو ټيمونو او ٣٧ ورزشکارانو په ګډون پيل شوې او د دغو سياليو د پيلولو هدف د تکواندو ورزش ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول بلل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د اتلولي د پیشګام ټيم وګټله او د منير احمد او دینارخېلو ټيمونو په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه وګټل.
له بلې خوا مشعل جلالي د پیشګام لوبډلې څخه د دې پړاو غوره لوبغاړی وټاکل شو.
