کندز کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د کندز ښار په مرکزي لوبغالي کې له تخار، بغلان او کندز ولایتونو ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پای کې يو اخراوالاق ترسره شو، چې دغه اخراوالاق داد الله پهلوان د حلال تر دایرې ورسوه او د ځانگړو ډاليو گټونکی شو.
د يادونې وړ ده، چې د آزادو سياليو ترڅنگ د شاهین او عقاب لوبډلو ترمنځ سيالي هم وشوه، چې په پایله کې شاهین لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر صفر امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
