ننگرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کامې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بازيد خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د بازيد خېلو او دارگلي سټار لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه دارکلي سټار لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۱ منډو هدف کېښود، په ځواب بازيد خېلو لوبډلې ياد هدف ۱۰م اور کې ترلاسه کړ او د ۶ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړ.
