دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمني جام سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د ستارګان القان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې القان لوبډلې خپلې سیالې پيروزي پاليج لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي وګټله.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبه دودول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
