هرات کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا سيالۍ ترسره شوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په اسپورت فيزيک او د اندامونو ښکلا سبکونو کې د بدن ښکلا سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د يادو سياليو موخه د بدن ښکلا ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و.
