ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پهلوان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پهلوان لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې شهیدزو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
