خوست؛ پهځاځي ميدان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ځاځي ميدان ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته مغل خېلو لوبډلې خپلې سیالې سواکيو مرکزي لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د ليګ په شکل ترسره شوې او ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
