کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې د میدان د حکم له لوري دوه آخرالاقه اعلان شول، چې زین الدین پهلوان او صدیق پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د ډالیو ګټونکي شول.
