بارسلونا د اسپانیا حذفي جام فوټبال سیالیو کې نیمه پایلوبې ته ووته
بارسلونا د اسپانیا حذفي جام فوټبال سیالیو اتو غوره لوبډلو بړاو کې الباسته ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووته.
په دغه سیالۍ کې لامین یامال او رونالد آرائوخو د بارسلونا په ګټه یو یو ګول وواهه.
د دغه پړاو راتلونکو دوه لوبو کې به دیورتیو الاوس د رئال سوسیداد پر وړاندې او والنسیا به د اتلکتیکو بلبائو پر وړاندې نن شپه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د اتو غوره لوبډلو پړاو سیالۍ د د روانې میلادي میاشتې پر ۳یمه پیل شوي او تر ۵مې به دوام وکړي.
