زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د عبدالودود کلب لومړی او د نجیب الله کلب دویم مقام خپل کړ.
