زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو پایله کې د استاد نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی او د استاد اباسین کلب ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
