د سرپل مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې له بنديانو د زندان امريت او د نظامي منسوبینو د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د زندانیانو بلاک لوبډلې خپلې سیالې منسوبينو لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي وګټله.
د يادو سياليو موخه واليبال لوبو ته وده ورکول او د زندانیانو او نظامیانو روحیه پیاوړي کول و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
