بامیان کې د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پایله کې مرتضی لومړی، ظاهر حسام دويم او صميم رسا بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.
