کندز مرکز کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې له بېلابېلو سيمو د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې لومړی اخراولاق د ذبيح پهلوان او دويم اخراولاق د قدرت پهلوان له لوري ترسره شو او برياوې يې خپلې کړې.
