غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې والیبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د زراعت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې زراعت لوبډلې خپلې سیالې سپين غر لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د واليبال لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
