نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ وشوې
د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې ۱۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
