غور؛ ساغر ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ساغر ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ستارګان لوبډلې خپلې سیالې وحدت ساغر لوبډلې ته د ۱۱/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ساغر ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
