بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ګلزار لوبډلې خپلې سیالې ارسلان لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
