جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې د اريانا چوباش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اريانا چوباش لوبډلې خپلې سیالې جوانان جوزجان لوبډلې ته د ۴/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
