د هېواد ورزش ادارې عمومي رییس د بزکشۍ له لوبغالي لیدنه وکړه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رییس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوي د يما پطرول؛ افغانستان وزلوبې غوره ليگ اووم پړاو سیالیو ته د چمتووالي د ارزونې او د چارو د لیدنې په موخه کابل کې د بزکشۍ له لوبغالي لیدنه وکړه او دغه راز یې په دې لیګ کې د لوبیدونکو لوبډلو سره ولیدل.
ټاکل شوې، د افغانستان وزلوبې غوره ليگ اووم پړاو سيالۍ به د روانې ليندۍ مياشتې پر ۲۰مه نيټه پيل او د همدې مياشتې تر ۳۰ نيټې دوام وکړي، چې دا ځل به پکې ۱۴ لوبډلې گډون وکړي.
