هرات کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې لومړی پړاو سیالۍ وشوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پښتون ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو څخه د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې لومړی پړاو سیالۍ وشوې.
دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ، په پایله کې پښتون زرغون او ګذره ولسوالیو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او فارسي او شینډنډ ولسوالیو بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د هرات په ټولو ولسوالیو کې د پهلوانۍ سیمه ییزو سیالیو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د خلکو او ورزشي ټولنو ترمنځ د پهلوانۍ اصول جوړول و.
