بغلان؛ پلخمري ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B لیګ سیالۍ پيل شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B لیګ سیالۍ پيل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې میهن ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې حسن خېلو لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا يې خپله کړه.
