خوست؛ تڼيو الف لوبډلې د تورو اوبو واليبال سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ اړوند تورو اوبو سيمه کې د ۵۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د تڼيو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې تڼيو الف لوبډلې خپلې سيالې لکڼ اجمل لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سيالۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په موخه وشوې، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ.
