هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې استقلال لوبډلې د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې خواجه آباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
