غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د شهرک ولسوالۍ فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې جلګه لوبډلې خپلې سیالې اتحاد کمنج لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ.
